عراقي امنیتی سرچینو وویل چې په ۱۰ کاتیوشا توغندیو په بغداد کښې د تاجي پوځي اډه ویشتلې شوې ده.
د عراقي امنیتی چارو د رسنیو څانګې په بیانیه کښې راغلې چې دا برید د هیڅ تلفاتو لامل نه دی شوی.
په دې بیانیه کښې راغلي چې دغه پوځي موټر چې له هغې څخه توغندي ویشتل شوي، په داسې حال کښې چې درې نور توغندي لاهم توغول شوي نه وو، د بغداد د راشدیه سیمې په جنوب کښې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
د خبر تکمیل
د امریکایي تلویزیون چینل یو خبریال وایې د عراق په یو پوځي اډې بادې په برید کښې چې د لویدیځ ځواکونو په کښې شتون لرلو، ۲ امریکایي او یو انګلیسي پوځي مړه شوي دي.
3884848