IQNA

د کابل حکومت او طالبان هماغه راز یوه بل ګواښي

22:13 - March 12, 2020
د خبر لمبر: 3482889
تهران(ایکنا) - امریکا سره دکابل حکومت د طالب بندیانو دخوشي کولو په اړه هیڅ تړون نه دی کړی

د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې له تش په نامې موافقې وروسته د افغانستان ولسمشر وئیلي وو، امریکا سره دکابل حکومت د طالب بندیانو دخوشي کولو په اړه هیڅ تړون نه دی کړی او د ا د کابل حکومت او افغان ولس صلاحیّت دی چې څوک له بنده خوشي کړي او څوک په بند کې وساتي.
په د اسې حال کې چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني د یوزر پنځه سوه طالبانو د خوشي کولو امر لاسلیک کړی ،خو دطالبانو مسئولانو د کابل حکومت د یوشمیر طالبانو مشروطه خوشي کیدا رد کړې او وئیلي ئې دي ،که د طالبانو درست پنځه زره بندیان خوشي نشي ، نو بین الافغاني خبرو ترسره کیدا نه شوني ښکاري .
راپورښئ د افغانستان د ولسمشر ځانګړي سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، طالب بنديانو په اړه د ولسمشر صادر شوى فرمان مشروط دى ، او که په دغه هیواد کې تاؤتریخوالي کم نشي ، نو د طالب بندیانو دخوشي کیدا په امر به بیا کتنه وکړي
د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې له تش په نامې موافقې وروسته د افغانستان ولسمشر وئیلي وو، امریکا سره دکابل حکومت د طالب بندیانو دخوشي کولو په اړه هیڅ تړون نه دی کړی او د ا د کابل حکومت او افغان ولس صلاحیّت دی چې څوک له بنده خوشي کړي او څوک په بند کې وساتي.
دافغانستان د ولسمشر ځانګړي سلاکار ډاکټر فضلي دغه راز وئیلي ، تر دې دمه يو طالب بندي هم نه دی خوشې شوی، او دغه خوشی کیدا مشروطه ده او لومړی شرط ئې د تاؤتریخوالي کمیدا ده .
ډاکټر فضلي وئيلي د طالبانو کابو درې نیم زره بندیان به دبین الافغاني خبرو پيلیدا وروسته خوشي شي ، خو داسې ښکاري چې طالبان د بین الافغاني خبرو پیلولو لپاره چمتو نه دي نو ځکه په پلمو پسې دي .

تهران پښتو راډیو

captcha