IQNA

د کورونا له امله په عمان او مراکش کښې د قرآن کریم د کلاسونو تعطیل

21:47 - March 15, 2020
د خبر لمبر: 3482898
تهران (ایکنا) - د کورونا د ویروس له خپریدو څخه د مخنیوي له امله په مراکش او عمان کښې د قرآن کریم د مدرسې او کلاسونه بند شو.

له shuoon.om څخه په نقل، په عمان کښې د دیني چارو او اوقاف وزارت د قرآن کریم د ټولو مدرسو او کلاسونو د بندیدو خبر ورکړ، له دې وروستو به اوس د قرآن کریم ښودنې به له لري دوام ولري.
البته دا اقدام د عالي کمیټۍ لخوا په دغه هیواد کښې د ټولو تعلیمي موسساتو د بندیدو سره سم ترسره شوي.
همداشان، د مراکش د اسلامي چارو او اوقاف وزارت هم تیره ورځ، د کورونا د ویروس خپریدو له امله د ټولو تعلیمي موسسو، د سنتي مدرسو، په جوماتونو کښې د قرآني مکتبونو او کلاسونو د بندولو خبر ورکړی دی.
دا وزارت هم د تعلیمي او ښودنې فعالیتونه له لري ترسره کولو لپاره څیړنې کوي چې په راروان وخت کښې به ابلاغ کېږي.
3885423

captcha