IQNA

23:52 - March 18, 2020
د خبر لمبر: 3482914

امریکايي ښاریز دې له افغانستانه ووځي

تهران (ایکنا) - په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو دې استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.

امریکايي ښاریز دې له افغانستانه ووځي
په افغانستان کې د امریکا سفارت نن سهارد یوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي ، د خپلو د روغتیا او امنیت په اړه  اندېښنه لري.
د دې خبرتیا  له مخې، په کابل کې د امریکا سفارت د امریکايي وګړو لپاره د قونسلۍ ټول خدمات تر بلې خبرتيا پورې ځنډولي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له تجارتي الوتنو دې استفاده وکړي چې دا مهال په عادي ډول روانې دي.
 داپه داسې حال کې دي چې پخپله امریکا کې  هم د کرونا ویروس خوریدا په چټکۍ سره  په زیاترو ښارونو کې په پراختیا ده  ، خو له کابله د خپلو درستو وګړو وتل غواړي ،څه معنا لري ،؟ په دې اړه څه نه دي وئيل شوي.
تهران پښتو راډیو
captcha