IQNA

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په شهادت تسلیت وړاندې کوو

11:00 - March 20, 2020
د خبر لمبر: 3482919
تهران (ایکنا) - نن د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب د میاشتې پینځویشتمه (۲۵) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اوم (۷)‌ امام حضرت موسي کاظم علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .

امام موسی کاظم علیه السلام کابو پینځه دیرش (۳۵) کاله د مسلمانانو امامت پرغاړه درلود او د خپل ژوند ډیر کالونه یې په زندانونو او جلاوطنۍ کښې تیر کړل .
دغه شرایط د دې ښودنه کوي چې د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په وخت کښې په اهل بیت علیه السلام باندې د عباسي واکمنانو سختیانې او ظلمونه زیات شوي وو .
هغه څه چې حضرت امام موسی کاظم علیه السلام یې د موجودو شرایطو پرضد پاڅون ته هڅوه په مسلمانانو واکمن فاسد ټولنیز او سیاسي نظام و او په دغه موقعیت کښې امام د خلکو سیاسي او ټولنیزه پوهه زیاتوله او د بني عباسو واکمنانو کارونه یې د اسلام له ارزښتونو سره په تضاد کښې بلل .
عباسي واکمن هارون الرشید چې نه یې غوښتل خلک د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د علم او د فضلیت له ستر سمندر څخه ګټه پورته کړي په یوې (۱) دسیسې کښې هغه حضرت ته زهر ورکړل او هغه حضرت یې په یوسل درې اتیایم (۱۸۳) هجري قمري کال کښې په پینځه پنځوس (۵۵) کلنۍ کښې شهید کړ.
مونږ د دې مظلوم امام د شهادت په اړه د نړۍ ټولو مسلمانانو او په تیره د دې امام مینه والو او شیعیانو ته تسلیت وړاندې کوو.

captcha