IQNA

22:13 - March 21, 2020
د خبر لمبر: 3482921
د حزب الله لبنان مشر په خپل وینا کښې خبر ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم جاسوس عامر الفاخوري، د لبنان په قضایي ادارو باندې د امریکا دباونو له امله ازاد شو.

د لبنان د حزب الله مشر وويل، دښمنان کوشش کوي چې د مقاومت او خلقو ترمېنځ اعتماد چې د مقاومت د محور حقيقي ملاتړي دي متزلزل کړي.
سيد حسن نصرالله بېګا د لبنان او سيمې د حالاتو په اړه وېنا وکړه.
هغه په سر کښې د امريکائي صهيوني جاسوس عامر الفاخوري د آزادېدو موضوع ته په اشارې سره وويل چې په دې باره کښې د حزب ا... دريځ د خلقو له دريځه اخېستل شوے دے او په دې باره کښې دروغو وېناوې او آوازې موجودې دي.
سيد حسن نصرالله په دوام کښې د فاخوري د نيولو په اړه د امريکې ګواښونو او مداخلتونو ته اشاره وکړه او وې ويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهسې چې دغه اېجنټ ونيول شو، امريکې په ګواښونو لاس پورې کړ او د لبنان په حکومت يې دباونه شروع کړل چې هغه آزاد شي.
د حزب الله مشر وويل، امريکنيانو نېغ په نېغ توګه د لبنان ځينې سياسي او حکومتي شخصيتونه سخت وګواښل چې د فاخوري د نه بري کېدو او ازادۍ په صورت کښې به په هغوي بنديزونه ولګوي.
نصرالله په دې قضيه کښې د امريکې دباونو ته غاړه اېښودل يو خطرناک بدلون وبلۀ چې په راتلونکو وختونو کښې به د امريکې د لا زياتو مداخلتونو لپاره زمينه برابره کړي.
د يادونې ده چې الفاخوري لبناني – امريکائي شهريت لري د تېر ميلادي کال په ستمبر کښې له امريکې نه د ستنېدو په وخت په لبنان کښې ونيول شو. هغه په لبنان د قبضې په وخت د دغه هېواد په جنوب کښې د الخيام بندي خانې فوځي قوماندان ؤ او له صهيونېسټ رژيم سره يې ملګرتيا کوله.
د لبنان فوځي محکمې د روان مارچ په ۱۶ نېټه د امريکې په دباو سره صوري دفاعيه چې د عامر الفاخوري وکيلانو د لګېدلو تورونو د زوړوالي په بهانه خپل موکل ته ورکړه،ومنله او الفاخوري چې د الخيام بند د قصاب او د صهيونېسټ رژيم جاسوس لقبونه بې لرل د آزادېدو حکم صادر کړ.
د لبنان خلقو هم د امريکې د دغه اقدام په ردعمل کښې د فوځي محکمې په وړاندې احتجاجي غونډه جوړه کړه او ځينو احتجاج کونکو د ټېرونو په سوزولو سره ځينې اصلي لارې وتړلې.
سید حسن نصر الله پر دې باندې ټینګار سره چې ایران به له امریکایي بندیزونو سره د کورونا مقابلې ته دوام ورکړي، وویل: هغه وخت رسیدلی چې نړیواله ټولنه د دارو او طیب په زمینه کښې د امریکا د ظالمانه بندیزونو د لغو کولو لپاره، د ټرامپ توکمپال په خلاف خپل اواز اوچت کړي.
3886688

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: