IQNA

په افغانستان کښې د ګډ پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره هلې ځلې

23:25 - March 21, 2020
د خبر لمبر: 3482923
تهران(ایکنا) - د افغانستان د حراست او ثبات د شورا وياند وويل، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمېنځ چې هر يو ځان افغان ولسمشر بولي د افغان سياستوالو مېنځګړيتوبونه د ګډ پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره دي.

مخکښيني افغان ولسمشر حامد کرزي او د د دغه هېواد د حراست او ثبات د شورا مشر عبدالرب رسول سياف د افغانستان له انتخاباتي جنجالونو وروسته له اشرف غني او عبدا... سره په ځلونو ليدل کتل او خبرې اترې کړې دي.
د رسول سياف وياند مسعود ترشتوال دې ته په اشارې سره چې دغه مېنځګړيتوبونه به افغانستان کښې د يو ګډ پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپره دي وويل، د داسې يو حکومت د تشکيل په اړه نظريات نزدېکت لري.
همدارنګ اشرف غني د نورو د اختر په مناسبت د يو پېغام په خپرولو سره له افغان سياستوالو وغوښتل چې په افغانستان کښې صلحې ته د رسېدو لپاره دې يو موټے شي.
خو د عبدا... عبدا... د ټيم لوړ رتبه غړي فضل احمد معنوي ويلي وو چې مېنځګړيتوبونه تراوسه بې نتيجې دي.

تهران پښتو راډیو

captcha