له السومریه څخه په نقل، داعش د افغانستان په پلازمینه کښې د سیکانو درمسال د خپل برید هدف وګرځولو. د افغانستان په کابل کې د سیکانو پر درمسال د ځان مرګي ډله ایز برید پړه د داعش تکفیری ترهګرې ډلې په غاړه اخیستي ده .
راپورښئ د داعش تکفیری ډلې په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي په کابل کې د سیکانو پر درمسال باندې نننی ځان مرګی برید د دې ډلي کار وو.
دوه کاله مخکې هم هندوان او سیکان په دې هیواد کې تر برید لاندې راغلل چي له امله ئې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ تنه ژوبل شول.
د دې حملې مسئولیت هم د داعش ترهګري ډلي په غاړه واخیست.