IQNA

امریکا په نړۍ کښې په کورونا د ککړو خلکو شمیر کښې لومړی ځای لري

12:29 - March 27, 2020
د خبر لمبر: 3482950
شمیر په نښه کوي چې امریکا په کورونا باندې د ککړ شمیر له ۵۸ زره نه زیات لري، نو د نړۍ له نورو هیوادونو یې سبقت ترلاسه کړی.

له آناتولي څخه په نقل، د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د خبر پر اساس تراوسه په امریکا کښې په کورونا د ککړو شمیر له چین او ایټالیا څخه زیات شوی او په نړۍ کښې په دغه ویروس د ککړو کسانو ترټولو زیات شمیر لري.
د دې پوهنتون په نښه کوي چې تراوسه په امریکا کښې په کورونا د ککړو ۵۸ زره او ۶۵۳ موردونه ثبت شوي دي. په چین کښې ۸۱زره او ۷۸۲ او په ایتالیا کښې ۸۰ زره او ۵۸۹ موردونه ثبت شوي دي.
د سي این این چینل هم خبر ورکړ، په امریکا کښې یواځې د زیارت په ورځ ۲۴۸ کسان د کورونا ویروس له کبله مړ شوي چې له دې نظره په امریکا کښې د زیارت ورځ ترټوو خونږی ورځ وه.
د دې اطلاعاتو پر اساس، په نړۍ کښې په کورونا د ککړو ټول شمیر تر ننه ۵۳۱ زره کسانو څخه زیات شوی او له ۲۳ زرو نه زیات کسان تراوسه مړه شوې دي.
3887625

captcha