IQNA

14:02 - March 29, 2020
د خبر لمبر: 3482959

له کورونا سره جنګ ممکن دی له اوږدې مودې لپاره وي

تهران(ایکنا) - د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له کرونا وایرس سره مقابله به اوږده وي، وویل: د امریکې حکومت له دغه وایرس سره په مقابله کښې ناتوانه او بې وسه دی.

له کورونا سره جنګ ممکن دی له اوږدې مودې لپاره وي

سید حسن نصر الله په یوه وینا کښې په نړۍ کښې د کرونا وایرس د خپریدو او ورسره په مخامخیدنه کښې د ګډ مسئولیت او د هغې د نړیوالو پایلو په هکله وویل: نړۍ د کرونا له کړکیچ وروسته یو نوی نړیوال نظم رامینځته کولی شي.
هغه په دې خبرې سره چې د کورونا وایرس د خپریدو اغیزې له وړومبي او دویم نړیوالو جنګونو لازیاتې او سترې دي، زیاته کړه: د امریکې په شان ستر حکومتونه په وارخطایۍ او عاجزۍ سره، له کرونا سره مبارزه تعقیبوي.
سید حسن نصر الله د نړۍ له روانو بدلونونو د عبرت اخیستو غوښتونکی شو او ټینګار یې وکړ چې ټول باید د یو ګډ دښمن په توګه په کرونا وایرس باندې تمرکز وکړي.
هغه هم داشان وویل: په داسې حالاتو کښې چې نړۍ د نښتو د ختمولو او له کرونا سره د مقابلې د څرنګوالي په لړ کښې تدبیر په فکر کښې ده، سعودیان هم هغه شان د یمن په مظلوم خلکو حملې کوي او دنیا ته پکار دي چې په یمن کښې د جنګ د بندیدو چغه پورته کړي.

captcha