IQNA

په ایران باندې لګیدلې بندیزونه دې ختم شي

0:58 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482963
تهران(ایکنا) - د پاکستان اهل سنت او اهل تشیع عالمانو په روانو کړکیچنو حالاتو کښې د امریکې د ایراني ضده بندیزونو په غندلو سره د هغو د سمدستي لغو کیدو غوښتنه وکړه.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې د پاکستان یو مشهور عالم او په سند صوبه کښې د جمعیت علمای اسلام جګ پوړي غړي محمد حسین محنتي په یوه مرکه کښې وویل: که څه هم د ایران ولس په ښه توګه ثابته کړې ده چې د امریکې غیرقانوني بندیزونو ته هیڅکله نه تسلیمیږي خو په نړۍ کښې د کرونا د خوریدو له امله په روانو کړکیچنو حالاتو کښې د بندیزونو دوام ظالمانه او غیرانساني دی.
محنتي زیاته کړه: په داسي حالاتو کښې چې انسانیت د خپلې بقا لپاره له کرونا سره په مقابلې اخته دی، د امریکې بندیزونو د ایران خلک د هغوي د روغتیا او ژوند د ساتنې لپاره له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
له بلې خوا د پاکستان مفتي اعظم منیب الرحمان هم پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په روانو حالاتو کښې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو دوام ظالمانه وباله او د هغو د فوري ختمیدو غوښتونکی شو.
هغه څرګنده کړه: په دنیا کښې څوک نشته چې د ایرانیانو د مظلومیت چغه پورته کړي نو په دې وجه مونږ خپله دنده ګڼو چې دا غوښتنه په نړیوالې ټولنې کښې په یوې عمومي غوښتنې بدله کړو او وغواړو چې په ایران باندې بندیزونه دې ختم شي څو ایرانیان خپلو امکاناتو ته په پام سره په ښه توګه پر دې ناروغۍ برلاسي شي.
د پاکستان د شعیانو یو مشهور عالم او د دغه هیواد د وفاق المدارس مرستیال مشر سید نیاز حسین نقوي هم په یوه مرکه کښې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو په غبرګون کښې وویل: په داسې وخت کښې چې ټوله نړۍ له کرونا وایرس سره په مبارزې لګیا ده او دنیا په دې لړ کښې له ایرانه ملاتړ کوي، د ایراني ولس خلاف د امریکې نوې بندیزونه اندیښمنونکي او بيخي بې انصافي ده.
ښاغلي نقوي زیاته کړه: امریکایي چارواکي له یوې خوا له کرونا سره د مقابلې لپاره د مرستې وړاندیز کوي خو له بلې خوا د ایران خلاف د بندیزونو په دوام سره خپله غیرانساني او منافقانه کړنلاره تعقیبوي.
captcha