IQNA

افغانستان د کرونا ناروغانو د زیاتیدو له جدي ګواښ سره مخ دی

1:01 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482964
تهران(ایکنا) - د افغانستان د عامې روغتیا وزیر راتلونکې میاشت په افغانستان کښې د کرونا وایرس مثبتو پېښو د زیاتیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د عامي روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز ننګرهار ته د خپل رسمي سفر پرمهال یوې خبري ناستې ته په خپلو څرګندونوکې راتلونکې میاشت په افغانستان کې د کرونا وایرس د مثبتو پېښو د زیاتیدو خبردارې ورکړ.
دعامې روغتیا وزیر په خبره هر څوک چې د خپل ځان خیال ونه ساتي نو له خورا سختو ننګونوسره به مخ شو.
هغه زیاته کړه: خلک نه ویروم خو د ناروغۍ چټک پرمختګ ته په پام سره اړینه ده چې خلک د څه وخت لپاره تنګسه تیره کړي. د عامې روغتیا وزیر هغه اوازې هم رد کړې چې په تاوده هوا کې به دا وایرس له منځه ولاړشي هغه د بېلګې په توګه د سعودی عربستان،هندوستان او د پاکستان دکراچې ښار یادونه وکړه چې تاوده هوا لري خو د کرونا وایرس ډیرې مثبتې پېښې په کښې رامینځته شوې دي.
ډاکتر فیروز الدین فیروز وویل افغانستان د کرونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره  تر سلو ملیونو ډیرو ډالرو ته اړتیا لري خو پر وینا یي دهیواد نازک اقتصادي حالت ته په پام سره د دومره پیسو چمتو کول ستونزمن او ان ناشونې دي .هغه زیاته کړه: اوسمهال دولت یوازې پنځلس ملیونه ډالر ددې ناروغۍ پر وړاندی مبارزې ته ځانګړې کړي خو هغه ډاډ ورکړ چې ځینوهیوادونواو نړیوالو مرسته کوونکو ادارو ورسره د مرستو ژمنه کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر دا خبردارې داسې مهال ورکوي چې تازه د افغانستان په لویدیځ کښې دکرونا وایرس څلور مثبتې پېښې ثبت شوی او په دې توګه اوسمهال په افغانستان کی د کرونا وایرس دمثبتو پيښو شمیر یوسل اوولسو ته رسیدلی دی.
تهران پښتو راډیو
captcha