له عربي ۲۱ څخه په نقل، احمد ممدوح په دې اړه وویل: دا چې د قرآن کریم تلاوت د جوماتونو له سپیکرو څخه ممکن ده د خلکو لپاره مزاحمت جوړ کړي، نو دا امر له منکراتو څخه دی.
هغه زیاته کړه: د قرآن منکر نه یم، خو د قرآن تلاوت د جوماتونو له سپیکرو چې د نورو لپاره د مزاحمت سبب جوړېږي له منکراتو څخه دی.، ځکه چې ممکنه ده یو ناروغه وي او یا غواړي اوده شي نو مونږ له دې کار سره د هغه خصوصي حریم نقض کوو او هغه په دې مجبوره کوو چې قرآن ته غوږ شي.
د مصر دارالفتوای د فتوا مشر وویل: یواځي د اذان او اقامې د جومات له سپیکر څخه خپرولو مشروعیت لرو او ښه دا ده چې لمونځ او ذکر له سپیکر څخه خپور نشي او دا امر هم کیدی شي له منکراتو څخه وي.
3888478