IQNA

د کورونا د ناروغۍ د خپریدو په کنټرول کولو کښې د چک جمهوریت د بریا راز

17:05 - April 02, 2020
د خبر لمبر: 3482977
تهران (ایکنا) - د کورونا ویروس په مختلفو درجو سره تقریبا د نړۍ ټول هیوادونه ککړ کړي، خو چک جمهوریت د ماسک اچولو لازمي ګڼلو له کبله توانیدلی د دې ویروس تر ډیر حده د خپریدو مخه ونیسي.

د فلم د ژباړې خلاصه: د کورونا ویروس په مختلفو درجو سره تقریبا د نړۍ ټول هیوادونه ککړ کړي.
پدې ویډیو کې ، د چک جمهوریت غواړي هغه څه ووایی چې په اروپا کې څه بیل کار ترسره کړي چې د نورو اروپایي ټولنو پرتله د کورونه ویروس په چټکۍ سره قابو کړی ترڅو طبي مرکزونه زیات ځواب ورکونکي وي.
د چک جمهوریت په نوي قانون کښې، هرڅوک چې غواړي خپل کور پریږدي باید ماسک واغوندي.
د دوی د څیړنې پایلې ښایې چې هر ډول ماسکونه، حتی د کور جوړول او لاسي جوړ شوي ماسکونه هم کولی شي نورو ته د ویروس د لیږدو مخه ونیسي.
ځکه چې ډیر اخته شوي خلک د ککړیدو څخه زیات په نورو ته د لږولو عاملان وي.
نو د ماسک اغوستل د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ترټولو معقول، عمومي او ملي حل دی، که څه هم څوک علامات ولري او که په څرګنده روغ ښکاري.
د چک څیړونکو مطالعاتو ښودلې چې حتی په کور کې ساده ، لاسي ماسکونه کولی شي د ویروس د خپریدو څخه تر ۹۵٪ پورې مخنیوی وکړي.
په چک جمهوریت کې ، د پراخه کلتوري کارونو سره چې خلک پکې د حکومت سربیره برخه لري، خلک نور په ماسک خندا نه کوي، بلکې په هغه چا چې ماسک نه لري سره قانوني چلند کوي.
په ټولنه کې نفوذ لرونکي خلک باید ماسک واغوندي او هیڅکله یې له هغې ښکاره نشي.(لکه په هره کچه د لوړ پوړ چارواکې، د درملنې کادرونه، ملي او مشهور شخصیتونه، هنرمندان، لوبغاړي، ورزشکاران، ملي او علمي شخصیتونه او ټول هغه څوک چې پر خلکو کښې اثر لري باید ماسک ولري.)
ماسک په جدي وګڼئ، حتی که تاسو دا په کور کې جوړ کړې وي.
د خپل مخ یو عکس د ماسک سره واخلئ او دا نورو سره په سایبر سپیس کې شریک کړئ.
3888604

captcha