له المصري الیوم خبري آژانس څخه په نقل، د مصر د اوقاف پخوانی وزیر او د الازهر د مشرانو عالمانو د شورا غړی، د چهارشنبې په ورځ په لومړي اپریل په ۸۷ کلنۍ په عمر کښې له نړۍ سترګې پټي کړي.
د مصر د دې مشهور عالم په مړینه، شیخ الازهر احمد الطیب یوه بیانیه کښې وویل: د محمود حمدي زقزوق په مړینه، الازهر او د نړۍ نورو پوهنتونونو یو اسلامي پوهاند او عالم چې څیړونکو او د شرق او غرب نظر لرونکو لپاره یي ارزښمنده لیکنې کړې وې له لاسه ورکړ.
شیخ الازهر د خواخوږی په دې پيغام کښې، محمود حمدي زقزوق یو پوهاند، زاهد، د فقه فیلسوف او عابد عالم وګڼلو او وې ویل: هغه خپل تعلیمات له الازهر پيل او د اروپا په پوهنتونو کښې دوام ورکړ. هغه یو لوي انسان او ارزښتمده اخلافي عالم وو.
3888601