IQNA

د عراق شیعه ګوندونه د الزرفي د بدیل د کتلو لپاره غونډه کوي

0:15 - April 06, 2020
د خبر لمبر: 3482992
تهران (ایکنا) - د عراق خبري سرچینو په دغه هیواد کښې د نوې کابیني د جوړیدو مکلف لومړي وزیر عدنان الزرفي د بدیل د کتلو لپاره د شعیه ګوندونو د غونډې خبر ورکړ.

له المیادین څخه په نقل، د عراق شیعه ګوندونه د دې هیواد د نوې کابیني د جوړیدو مکلف لومړي وزیر عدنان الزرفي د بدیل د کتلو لپاره هڅه کوي.
د دې راپور پر اساس، د عراق شیعه ګوندونو نن، د عدنان الزرفي د بدیل د ټاکنې لپاره غونډه ترسره کړه.
د عراق ځینې خبري سرچینې هم دا راپور ورکوي چې شعیه ګونډونه د عدنان الزرفي په ځای د ولسمشری لپاره د مصطفی الکاظمي په نوم باندې د یوځای کیدو په لټه کښې دي.
3889422

captcha