IQNA

0:18 - April 07, 2020
د خبر لمبر: 3482999
تهران (ایکنا) - د عراق حکومت په الانبار ولایت کښې د امریکایي اډې عین الاسد باندې د توغندیو د برید خبر رد کړ.

له روسیا الیوم څخه په نقل، د عراق د وسله وال ځواک په یوه بیانیه کښې د عراق په الانبار ولایت کښې د امریکا په عین الاسد اډې د هر قسمه توغنديو برید خبر رد کړ.
د الانبار ولایت د البادیه او الجزیره عملیاتو قوماندان په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ: د عین الاسد په اډې باندې د توغندیو د برید په اړه په رسنیو او چینلو کښې خپور شوي خبرونه هیڅ صحت نه لري.
3889716

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: