IQNA

عقيده امام مهدي (عج)

12:32 - April 08, 2020
د خبر لمبر: 3483005
تهران(ایکنا) -له ډيره وخته مي زړه غوښتل چې په امام مهديعج څه وليکم هسي خو په دې موضوع باندې کتابونه کم نه دې او بيشماره عالمانو او دانشمندانو په دې داسې ليکل کړي دې چه دهغې لوستلو نه پس دوباره په دې قلم اوچتول نياز نه لرې _

البته زما دا ليک د حضرت امام مهديعج د وجود مبارک او دهغه فضيلتونو راجمع کولو په حقله نه دے بلکه زما مقصد عقيده امام مهديعج ده چې يوه داسې عقيده ده چې د مسلمانانو پنځه واړه فقه يعنې فقهه حنفيه، فقهه  شافعيه، فقهه حنبليه ، فقهه مالکيه او فقهه جعفريه  پرې باندې متفقې دی او دا عقيده لرې چې امام مهدېعج به راځې او د ظلم او ناانصافے نه ډکه دنيا به د عدل او انصاف نه ډکه کړې او د الله دين له به په نورو ټولو اديانو برې ورکوي _

او دا عقيده يواځې د مسلمانانو نه ده بلکه د دنيا لوې لوې مذهبونه هم دا عقيده لرې چې يو ورځ به په دنيا عدل او انصاف حکومت کوی، يهوديان د خپل منجې په تمه دې او عيسائي د مسيح په تمه ، هندوان د ويشنو، مجوسي د اوشيدر ، بدهمت د بودها، او اسپانوی د خپل بادشاه روزريق په تمه دی _ او هم د رنګ د مغرب لوي لوي فلاسفرانو هم دا موضوع چيړلې ده، مشهور فلاسفر برټرينډرسل وائی : دنيا د يوداسې مصلح انتظار کوی چې هغه به ټول عالم ديوې دنعرې او د يوې جنډې لاندې را جمع کوې _

اينشټائن وائي : هغه ورځ لر ې نه ده چې پوره دنيا باندې به صلح و امن حکمراني کوې او خلق به په مينه او محبت کښې ژوند تيروې _

او يو بل مشهور فلسفي ‘‘برنارد شو’’ هم په خپل کتاب “ انسان او سپر مين ” کښې لکهي : زه د يو عظيم مصلح د راتللو خوشخبري در کوم _

البته مسلمانان د خپل مذهب مطابق د رسول الله4 په بشارت ايمان لري چې فرمايلي دی : عن النبيصلی الله علیه و آله قال : لو لم يبق من الدهر الا يوم لبعث الله رجلا من اهل بيتی يملا ها عدلا کما ملئت جورا-.

 که د دنيا يو ورځ  پاتې شی عج نو الله تعالی به دې له طول ورکړې چې) زما د اهل بيتعليهم السلام نه امام مهديعج راشې چې هغه به دنياد عدل او انصاف نه ډکه کړې چې هغه به عجله دې نه مخکښې) ظلم نه ډکه وی _

بيان شوې خبرې دا ثابته وې چې د امام مهديعج عقيده لرل او د نجات دهنده انتظار کول يو عالمي فکر او د انسان فطري عمل دے ، خو زمونږ معاشره کښې د عقيده دومره کم رنګه او کمزورې ولې ده؟ ولې مونږ دې عقيدې له د نورو عقيدو نه کم اهميت ورکوو؟پکار ده چې د دې وجوهات  او عاملين ولټولې شی او د هغو عاملينو او وجوهاتو مخنيوے وشي. دا عقيده يوه داسې عقيده دا چې ټول پرې ايمان لرې او دا عقيده د ټولو فرقو په يووالې او اتحاد کښې اهم کردار ادا کولې شې _

که مونږ د تيرو عالمانو او دانشمندانو په تاريخ نظر وکړو نو سوائے د شمار يو څو عالمانو نه چا د امام مهديعج په عقيدي تنقيد نه دےکړے اونورو عالمانو د هغې مکمل جواب ورکړې دے البته دې عالمانو عقيده امام مهديعج باطله نه ده ګڼلې بلکه د روايتونو په حقله ې بحث کړې او نورو ټولو عالمانو په اتفاق سره دا عقيده قبوله کړې ده خو بيا هم دې عقيدې په معاشره کښې خپل مقام ورک کړې دے او هم دا وجه ده چې نن مختلفې نظريے به خلقو کښې ګډې شوې دی، څوک وائي د مهدي په نوم څوک معين شخصيت نشته بلکه په هر زمانه کښې يو مهدي وی،څه خلقو د امام مهدي دعوی وکړې او چا امام مهدیعج سره ده تعلق لرلو دعوی وکړې زما په خيال ددې ټولو وجه د امام مهديعج له شمائلو ، صفاتو او د هغه د فضيلتونو او دهغه د وخت د حالاتو او د هغه په حقله نقل شوې حديثونو نه لاپرواهي ده، دغه نوې نظريې غواړي چې دا اسلامي عقيده مشکوکه او داغداره کړي  _او بعضي دا خيال کوې چې د عقيده له شيعو سره مخصوصه ده حالانکه داسي نه ده

_ بلکې  فرق دا دے چې سني وروڼه  امام مهديعجد رسول اللهصلی الله عليه و آله له اولاد څخه ګڼي او په اخېره زمانه کښې د هغۀ په  پېدا کېدو او بيا په ټوله دنيا باندې په عدل سره په حکومت کولو باندې عقيده لري خو شيعه وروڼه بيا دا عقيده لري چې هغه زمونږ دولسم امام دے او د يولسم امام  حضرت امام حسن عسکريعليه اسلام  په کور کښې  پېدا شوے دے او خداے پاک لکه دحضرت خضرعليه السلام په شان زمونږ له سترګو نه پناه کړے  دے  او په آخره زمانه کښې به ظهور کوی او دنيا به له ظلم او ستم نه پاکوی او  عدل او انصاف به قائموی  او هغوې دا زمانه د غېبت او د هغه منجي د انتظار  او د هغۀ انتظار ته د تيارے زمانه  ګڼي او  په دې عقيده کښې هم له شيعه وروڼو سره ځينې سني محدثين ، عالمان او عارفان هم يوه خوله دی.

نن که مونږ د ايران انقلاب د نورو انقلابونو په مقابله کښې استوار اوکامياب وينو نو ددې له ډيرو وجوهاتو نه يوه وجه دا ده چې هغي دا انقلاب د امام مهديعج امانت ګڼې او د امام مهديعج انتظار او د هغه د راتللو تيارے کوې ،دا رنګ د لبنان او د اسلام يو کاميابه عسکري تنظيم حزب الله هم په دې عقيده استوار دے او دا عقيده په کښې ژوندے ده، د دنيا کامياب او پيروزه صدر احمدي نژاد له هم دې عقيدې دا جرات ورکړوچې هغه  په عالمي غونډه کښې د امام مهديعج نوم واخستو . اوامريکه او د هغي ملګري استعماري قوتونو ته ې دا پيغام ورکړو چې د مسلمانانو منجی او نجات دهنده راروان دے چې دا هر ظالم مخ نيوے به کوې او دهر مظلوم سره به ملګرتيا کوی  _

حقيقت دا دے چې په داسې نجات ورکوونکي شخصيت باندې عقيده لرل او د هغه د راتلو انتظار کول خلقو کښې اميد،تمه او قوم او ملت ته يوه ډاډګيرنه او جرات وربښي.که دا عقيده مونږ کښې ژوندے شې نو زمونږ د معاشرے ډير مشکلات به حل شی او د مفکرانو او ليکوالو لپاره اسلام کښې د لټون کولو اواسلامی ټولو فرقو ته ديو والي او اتحاد نوي لاري به خلاسي شې _

زه به يو آيت او د رسول الله صلی الله عليه و آله يوحديث سره خپل مطلب ته اختتام ورکړم ، قرآن مجيد دامامت په اهميت باندې تاکيد کوي او فرمائي: يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ . او همدا رنګ د خداے ګران رسولصلی الله عليه و آله فرمائي: کوم کس چې د الله مقرر کړې ) امام قبلولو نه مخکښې مړ شو هغه د جاهليت په مرګ مړ شوـ 

 

captcha