IQNA

د کورونا له کبله په عربستان کښې د تراویح لمونځ لغو کیدو احتمال

23:42 - April 11, 2020
د خبر لمبر: 3483012
تهران(ایکنا) - یو سعودي دیني چارواکي د رمضان المبارک په میاشته کښې د تراویح لمونځ د دغه هیواد په جوماتونو کښې د کورونا له کبله د لغو کیدو خبر ورکړ.

له آناتولي څخه په نقل، د عربستان د اسلامي چارو وزارت غړی محمد العقیل، د السعودیة له چینل سره په ټیلفوني خبرو کښې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا د تروایح لمونځ به ترسره کېږي؟ هغه وویل: ترهغه وخته پورې چې د لوړې مرتبې عالمانو او د مربوبطه ادارو لخوا د بندیز حکم نه دی صادر شوی، د په جماعت سره د لمونځونو د بندیز حکم به دوام ولري.
د حرمین شریفین د چارو د مشر غړي احمد المنصوري هم په حرمین شریفین کښې د لمونځ کولو په اړه څرګنده کړه: د رمضان المبارک په میاشته کښې د تراویح لمونځ په مسجد الحرام کښې ترسره کولو د مرکز لویه کیمټۍ د دغه پروګرام په اړه څیړنه کوي.
د عربستان د لوړو عالمانو ډلې، د کورونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د دغه هیواد په جوماتونو کښې د جمعې او جماعت لمونځ کولو د بندیز حکم صادر کړی وو.
تر جمعې(۱۲ اپریل )، په عربستان کښې په کورونا د ککړ شمیر تر ۳۶۵۱ راپور شوې دی چې له دغه شمیر ۴۷ کسان مړ شوي دي.
3890649

captcha