IQNA

پاکستان داسلامی ملګرتیاله موسسې دکشمیریانود ملاتړغوښتنه وکړه

0:23 - April 12, 2020
د خبر لمبر: 3483014
تهران (ایکنا) - ظفر میرزا وویل دغه موسسه د مسلمانانو له حقوقو د دفاع د سترې نړیوالې موسسې په توګه د کشمیر د مسلمانانو په وړاندې خپله دنده سمه ترسره کړی او اجازه ورنکړی چی یو هندو حکومت د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې په مسلمانانو دومره ظلم وکړي .

د پاکستان د لومړی وزیر د روغتیا ځانګړی مرستیال او د اسلامی ملګرتیا موسسې په غونډه کی د دغه هیواد استازی ظفر میرزا وویل دغه موسسه د مسلمانانو له حقوقو د دفاع د سترې نړیوالې موسسې په توګه د کشمیر د مسلمانانو په وړاندې خپله دنده سمه ترسره کړی او اجازه ورنکړی چی یو هندو حکومت د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې په مسلمانانو دومره ظلم وکړي .
دغه پاکستانی چارواکی زیاته کړه څه د پاسه اته میاشتې کیږی چی د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر خلک په خپلو کورونو کی بندیان شوی دي او راپورونه د دې ښودنه کوی چی د هغو وضعیت ډیر خراب دې .
هندوستان کلونه کیږی چی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره یې د کشمیر ډیرې سیمې تر کنټرول لاندې راوستی دی او دغو دریو لسیزو کې یې په لسګونو زره کسان وژلی دي .

تهران پښتو راډیو

captcha