IQNA

په عربستان کښې په مړي له لري څخه د جنازې د لمونځ فتوا

0:24 - April 12, 2020
د خبر لمبر: 3483015
تهران (ایکنا) - د سعودي عربستان مفتي اعظم، د کورونا ناروغی د خپریدو له امه د جمعې(۱۱ اپریل) په ورځ په مړې له لري څخه د جنازې لمونځ کولو فتوا ورکړه.

له عربي ۲۱ څخه په نقل، عبدالعزیز آل شیخ فتوا صادر کړې ده چې د هغې له کبله د مړو کورنۍ او آشنایان کولی شي له لري څخه د جنازې لمونځ وکړي. ځکه چې ډیر کم شمیر کسان کولی شي مړی په قبرستان کښې ښخولو او د جنازې لمونځ لپاره راشي.
هغه په دې بیان سره چې د کرونا د ویروس د مخنیوي لپاره غونډه ستر تاوان لري، وویل: په ځینې اروپایي هیوادونو کښې اذان له سپیکر څخه ویلې کېږي او دا د اسلام په څرګنده دین کښې د نړۍ لپاره د خوږخواږی، مهربانی او رحمت نښه ده او اسلام خلک په سختو کښې صبر او فضیلت ته تشویق کوي.
له دې مخکې د عربستان د لوړو عالمانو ډلي په یوه بیانیه کښې په کورونا د ککړو کسانو د جماعت په لمونځ کښې ګډون حرام اعلان کړی وو.
په دغه بیانیه کښې د پيغمبر صلی الله علیه و آله بیان شوي روایت نه استناد شوی وو چې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د جمعې او جماعت لمونځ ته راتګ شرعا حرام دی. همداشان هغه کسان چې پوهاندو ورته قرنطینه خوښه کړې ده هغوي په قرنطینه کښې په پاتې کیدو موظف دي.
3890699

captcha