IQNA

په یران کې په کرونا ککړکابو۴۶زره کسان ښه شوي دي

19:12 - April 13, 2020
د خبر لمبر: 3483021
تهران (ایکنا) - کیانوس جهانپور په ایران کې په کروناویروس ویروس د ککړتیا د بهیر ځوړتیا دوام ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، په تیر شواروزو کې د تشخیص کولو د معیارونو په اساس ، په هیواد کې په کوویډ-۱۹ډوله ناورغۍ ککړ یو زر شپږسوه اولس کسان پيژندل شوي دي .

د اسلامي ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپور نن په تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې په هیواد کې په کرونا ویروس د درې اویا زره درې سوه درو کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وئيلي دي ، تر دې دمه په دغې ناروغۍ ککړ پنځه څلویښت زره نهه سوه درې اتیا کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

کیانوس جهانپور په ایران کې په کروناویروس ویروس د ککړتیا د بهیر ځوړتیا دوام ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، په تیر شواروزو کې د تشخیص کولو د معیارونو په اساس ، په هیواد کې په کوویډ-۱۹ډوله ناورغۍ ککړ یو زر شپږسوه اولس کسان پيژندل شوي دي .

هغه همداراز په تیروڅلورویشتو ساعتونو کې له بده مرغه د یوسل یولسو کسانو مړینې ته په اشارې سره ووئيل ، په ایران کې د کرونا ویروس د ککړتیا له امله د مړو شمیر څلور زره پنځه سوه پنځه اتیا تنو ته رسیدلی دی .

د نړۍ درست هیوادونه همدااوس له کرونا ویروس سره په مقابلې اخته دي ، او په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر په داسې حال کې دوه میلیون تنو ته نزدیکیږي ، چې په دغو کسانو کې لږترلږه یولک پنځلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه څلور لکه یو د یرش زره نور ښه شوي هم دي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

همداراز وروستي راپورونه ښئ ، تر دې دمه په امریکا کې د ککړو کسانو شمیرپنځه لکه شپيته زره پنځه سوه دوه دیرش ،دمړو شمیر هم دوویشت زره دوه سوه لس ، په اسپانیا کې د ککړو کسانو شمیر یو لک نهه شپیته زره څلور سوه شپږ نوي ، د مړو شمیر ئې اولس زره څلور سوه نهه اتیا تنوته رسیدلی او همداراز په ایټالیا کې هم ککړو کسانو شمیر یو لک اوه پنځوس زره درې سوه اوه نوي ، دمړو شمیر شل زره نهه اویا ، په فرانسې کې د ککړو کسانو شمیر یو لک دوه دیرش زره پنځه سوه یو نوي ، دمړو شمیر ئې څوارلس زره درې سوه درې نوي ، په جرمني کې دککړو کسانو شمیر یو لک اته ویشت زره شپږ سوه اوه ، دمړو شمیر ئې درې زره اته څلویښت، په چین کې د ککړو کسانو شمیر څلوراتیا زره درې سوه اولس ، د مړو شمیر ئې درې زره درې سوه یو څلویښت،په انګلتسان کې د ککړوکسانو شمیرڅلوراتیا دوه سوه نهه اویا او د مړو شمیر ئې هم لس زره شپږ سوه دولس تنو ته رسیدلې دی

تهران پښتو راډیو

captcha