IQNA

له مجازي لارې د قران کریم حفظ کولو کې د اماراتي زده کونکي بریا

10:12 - April 14, 2020
د خبر لمبر: 3483026
تهران(ایکنا) - اماراتي محصل شهاب محمد علي سران له لرې او مجازي لارې د ټول قرآن کریم په حفظ کولو کښې بریا شو.

له وام اماراتو رسمي خبري آژانس څخه په نقل، دې محصل په امارات کښې د عجمان «حمید بن راشد النعیمی» د قرآن کریم د خدمت په مرکز کښې له لرې څخه د ټول قرآن کریم حفظ کولو کښې بریالی شوی او دا د دې مرکز له لرې څخه د قرآن کریم حفظ کولو په طرحه کښې لومړی بریا ده.
محمد علي سران په ۲۰۲۰ کال کښې «په کور کښې پاتې شی» تر شعار لاندې له لرې څخه د قرآن حفظ کولو په لومړی دوره کښې ګډون کولو سره د خدای ټول کلام حفظ کړ.
د حمید بن راشد النعیمي د قرآن کریم د خدمت مرکز مشر حسین محمد الحمادي په دې اړه وویل: دې اماراتي محصل د دغه فرصت او د قرآن کریم د حفظ کولو له نوې ټیکنالوژی څخه په ګټې پورته کولو سره چې اختیار کښې درلودله دا بریالی ترلاسه کړی.
3891502

captcha