IQNA

په ایران کښې د کورونایي ناروغی درمان لپاره د پلازما درماني کار پیل

21:40 - April 14, 2020
د خبر لمبر: 3483029
د ایران د پلازما درملنې طرحې مشر ابوالقاسمی وویل: د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره د ایران په شپږو ولایتونو کښې د ناروغانو درملنې میتودونو تر عنوان لاندې د پلازما درملنې پيل شوې.
د ایراني پلازما درملنې پروژې مشر، حسن ابوالقاسمی دې ته په اشارې سره چې په کورونا د ککړو کسانو د مرګ سبب د بدن د دفاعي سیسټم شدید غبرګون دی، وویل: د پلازما د درملنې یوه څیړنې پروژه روانه ده او په دغه کښې له اینټي باډیز خاصیت څخه د کورونا د ویروس د وژلو لپاره استفاده کېږي.
ابوالقاسمی زیاته کړه: د لومړنۍ څیړنې پایلې څرګنده وي چې له دې پروژې سره د کورونایي ناروغو مرګ به تر ۴۰٪ کم شي.
تهران پښتو راډیو
captcha