IQNA

د کوفې د جومات قرآني فعالیتونه مجازي شول

17:45 - April 15, 2020
د خبر لمبر: 3483031
تهران (ایکنا) - د کوفې سپیځلي جومات دیني چارو برخې د کورونا د خپریدو له امله خپل قرآني فعالیتونه له ټولنیزه چینلو له لارې ترسره کوي.

له ق قرآني خبري آژانس څخه په نقل، د کوفې جومات د دیني چارو برخې مشر شیخ هادي زنجبیل خبر ورکړ: د کورونا د خپریدو له کبله قرآني محصلان او زائران جومات ته نشي راتللی نو هم له دې امله مونږ خپل قرآني فعالیتونه له ټولنیزه چینلو او په انټرنیټي پاڼو کښې ترسره کوو.
هغه زیاته کړه: هم په دې اړه د ښځو او سړو لپاره د قرآن کریم حفظ کولو، د تلاوت او صحیح قرائت احکام د انټرنټي پاڼو په ډلو کښې ترسره کېږي.
شیخ زنجبیل همداشان څرګنده کړه: د کوفه جومات د قرآن کریم د حفظ کولو برخې د ښځو مشره بتول موسوي د انټرنټ له لارې د ښځو څخه د دویمې سپارې د حفظ امتحان اخلي او د هغې د سطحو ارزونه یې کړې.
3891935

captcha