له businessnews.com څخه په نقل، د تونس مفتي عثمان بطیخ تیره شپه د دغه هیواد له یو ټلویزیوني پروګرام سره په مرکه کښې څرګنده کړه: د رمضان د میاشتې روژه د اسلام له واجب ارکانو څخه ده، البته ناروغه او مسافر کسان په روژه نیولو کښې استثناء لري او ډاکټران کولی شي د خلکو د روژې نیولو او نه نیولو په هکله نظر ورکړي.
د تونس مفتي په دې بیان سره چې د روغتیا وزارت او ډاکټرانو له راپور نظر څخه له ډډه کولو سره په دې اړه څه ووایو، وویل: دوي د رمضان په میاشته کښې د خلکو په روژي د کورونا د تاثیر په اړه زیاته پوهه لري.
3891826