IQNA

د رسول الله مبارک په جومات کې د لمونځ کونکو د شتون پرته د تراویح لمونځونه

22:26 - April 18, 2020
د خبر لمبر: 3483044
تهران (ایکنا) - د رسول الله مبارک په جومات کې د لمونځ کونکو د شتون پرته د تراویح لمونځونه ترسره کېږي

د امارات له البیان ورځپاڼې څخه په نقل، د حریمین شریفین د چارو د ادارې د عمومي اړیکو د برخې مشر جمعان عسیري د رسول الله مبارک په جومات کې د لمونځ کونکو د شتون د بندیز او د تراویح لمونځونه ترسره کیدو خبر ورکړ.
هغه همداشان د حرم شریف د لمونځ کونکو لپاره د تیارولو او د هغوي د روغتیا لپاره د نوې وسیلو له کارولو سره د پاکولو او ضد عفوني کولو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړ.
په دې لړ کې ، سعودي مفتی شیخ عبدالعزیز الشیخ د کورونا ویروس د خپریدو په شرایطو کې په کورونو کې د تراویح او اختر لمونځونو د ترسره کولو په اړه د اسلامي چارو وزارت د پوښتنې په اړه څرګنده کړه: خلک باید دې کال په جوماتونو کښې د بندیزونو له امله د روژې د تراویح لمونځ په خپلو کورونو کې ادا کړي.
هغه د اختر د لمونځ په اړه وویل: "که اوسنی وضعیت همداسې دوام ولري او په جوماتونو کې د اختر د لمونځ امکان نه وي، نو خلک کولی شي د خطبې له ورکولو پرته په خپلو کورونو کې د اختر لمونځ وکړي."
3892392

captcha