IQNA

د اسرائیل لخوا د لبنان د اوبو د حریم نقض

17:27 - April 19, 2020
د خبر لمبر: 3483050
تهران (ایکنا) - د صهیونیسټي رژیم جنګي بیړو په راس الناقوره سیمه کښې د لبنان د اوبو حریم نقض کړ او د دغه هیواد سمندري حریم ته ننوتل.

له المنار څخه په نقل، د لبنان پوځ قوماندانی په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې د اسرائیل یوه جنګې بیړۍ د ۲۰۲۰کال د مارچ په ۱۸ د محلي وخت له ۴:۱۲ تر ۷:۵۷ په راس الناقوره سیمه کښې د لبنان اوبو ته راننوتلې و.
د دې راپور پر اساس، د اسرائیل جنګې بیړۍ تقریبا ۳۷۰ میټره واټن د لبنان په اوبو کښې مزل کړی او د لبنان د اوبو حریم یې نقض کړی.
د لبنان پوځ په دغه بیانیه کښې ټنګار وکړ چې د لبنان د اوبو د حریم نقض مسله په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواک په همغږۍ سره تعقیبیږي.
3892648
https://iqna.ir/fa/news/3892648

captcha