IQNA

ایران کښې د کرونا ۶۶ زره ناروغانو شفا موندلې ده

21:55 - April 24, 2020
د خبر لمبر: 3483074
تهران (ایکنا) - د ایران روغتیا وزارت وویل: تراوسه په ایران کښې په کرونا باندې له اخته شویو کسانو څخه ۶۶ زره او ۵۹۶ کسان ښه شوې دي او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي.
د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن په ایران کښې په کرونا وایرس د ککړ شویو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله خبریالانو ته په مرکه کښې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۱ زر ۱۶۸ نویو ناروغانو معلومیدو ته په اشارې سره وویل: تراوسه د تشخیص د جوتو معیارونو له مخې په ټول ایران کښې ۸۸ زره او ۱۹۴ کسان په کرونا وایرس ککړ شوې دي.
هغه هم داشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۹۳ نورو کسانو مړینې ته په اشارې سره وویل: په ایران کښې د کرونا له امله د مړو ټول شمیر ۵ زره او ۵۷۴ تنو ته رسیدلې دی.
دا په داسې حال کښې دي چې په ټولنه نړۍ کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر له دوه میلیون او اوو لکو اوړیدلې چې په کښې لږترلږه یو لک او ۹۱ زره کسانو سرونه بایللې دي او له اووه لکه ۵۱ زرو زیات نور ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي.
تهران پښتو راډیو
captcha