د المسیره ټي وي چینل د خبر له مخې د یمن د انصار ا... عمومي منشي عبدالملک بدر الدین الحوثي نن له سعودي تیري ګرو سره په جنګ کښې د خپل هیواد له مدافعانو وغوښتل چې د روژې مبارکه میاشته د ځان جوړونې او په عین حال کښې د تیري ګرو په وړاندې د جهادي او دفاعي عملاتو د تیارۍ لپاره غنیمت وګڼي.
هغه د جنګ په ډګر کښې شتون ډیر ارزښتناک او یو ستر عبادت وباله او له یمني ځوانانو یې وغوښتل چې د رمضان په میاشت کښې له اړمنو سره په مرستې او احسان کښې مخکښ ووسي.
د ویلو ده چې په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې نن د روژې د میاشتې اوله نیټه ده خو د ایران، عراق او پاکستان په شمول ځینو هیوادونو کښې روژه له سبا څخه پیلیږي.
تهران پښتو راډیو