IQNA

ایران د امریکایانو خوځښتونه په دقت سره څاري

22:20 - April 25, 2020
د خبر لمبر: 3483076
تهران (ایکنا) -د اسلامی ایران ولسمشر او دقطر امیر همداراز د تهران او دوحې ملګرتیا او اړیکې مثبتې او مخ په وده وبللې او د دواړو هیوادونو د هراړخیزو مناسباتو په پیاوړتیا او مضبوطیدا ئې ټينګار کړی دی .

زمونږخبریال  راپور راکړ  د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران د امریکایانوخوځښتونه په دقت سره څاري ، ووئيل ، ایران  به په سیمې کې د هیڅ ډول جنګ او تاؤتریخوالي پیلونکی نه وي .

 ډاکټر حسن روحاني  نن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په  ټيلیفوني تماس کې د قطر حکومت ،ملت او د نړۍ درستو مسلمانانو ته د  روژې دمبارکې میاشتې په رارسیدو سره  دمبارکۍ په وئيلو سره  هیله ښودلې ، دغه مبارکه میاشت د اسلامی امت لپاره له ځان سره ډیر زیات خیرونه اوا برکتونه راډالۍ کړي .

 شیخ تمیم بن حمد آل ثاني  هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې د ایران ملت او حکومت ته په مبارکۍ وئيلو سره په سیمې کې  د تاؤتریخوالي  دمخنیوي لپاره د درستو هیوادونو  د هڅې په ضرورت ټينګار وکړ .

 د اسلامی ایران  ولسمشر او دقطر امیر همداراز  د  تهران او دوحې ملګرتیا او اړیکې  مثبتې او مخ په وده وبللې او  د دواړو هیوادونو د  هراړخیزو مناسباتو په پیاوړتیا او مضبوطیدا ئې ټينګار کړی دی .

https://parstoday.com

captcha