شیخ عبدالباسط عبدالصمد د مصر په ارمنت ښار کښې ۱۹۲۷ کال به جنوری میاشته کښې زیږیدلی و، په نړۍ کښې دې مشهور قاري خپل ښکلې او موثر تلاوت له کبله د «د سروزرو غاړه» لقب ترلاسه کړی و.
هغه په ۱۹۵۸ کښې د قاهرې په امام حسین علیه السلام جومات کښې قاري او په ۱۹۸۴ کښې د مصر د قاریانو د اتحادیې لومړۍ مشر و. عبدالباسط محمد عبدالصمد په ۶۱ کالو په عمر کښې د ۱۹۸۸ کال د نومبر میاشتې په ۳۰ نیټه له نړۍ سترګې پټې کړې.