IQNA

22:37 - May 01, 2020
د خبر لمبر: 3483098
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي ډیبرا لاینز سره په خبرو کښې وویل د عبدالله عبدالله او د اشرف غني ترمینځ زر موافقه نهايي کیږي او دواړه لوري سیاسي تاوتریخوالي پاې ته رسوي .

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون اشرف غني د ولسمشرۍ دانتخاباتو ګټونکی اعلان کړی دی خو عبدالله عبدالله دغه  نتیجې نه مني او دواړو مشرانو په تیر لمریز کال کښې په جلا جلا توګه د لوړې مراسم هم ترسره کړي وو  .

د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش وویل چې د ملي ګډون د حکومت په چوکاټ کښې د وحدت او د غږملتیا د پیاوړتیا لپاره هڅه روانه ده او په راتلونکو څو ورځو کښې به عبدالله عبدالله  او اشرف غني نهايي موافقې ته ورسیږي او عبدالله عبدالله به د روغې جوړې د لوړې شورا مشرۍ پرغاړه واخلي .

بښتو راډیو تهران

 

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: