هغه نن وویل د لویدیځو حکومتونو د دغه کړچار پراساس بشري حقوق داسې بې معنا ټکی دی چې کله نه کله د بې دفاع خلکو پرضد په اوزاري کتنې سره کارول کیږی .
د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د ترهګر بللو په ترڅ کښې په خپل هیواد کښې د حزب الله په فعالیتونو بندیز ولګاوه .
دغه راز د سوریې خارجه وزارت هم د لبنان د حزب الله په ترهګر بللو کښې د جرمني د حکومت اقدام وغاند .
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني دغه اقدام د حزب الله غورځنګ لپاره د ویاړ میډال او د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره په مقابلې کښې د حزب الله په رول ښکار اعتراف وباله .
دیمن د ملي ژغورنې حکومت هم د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د حزب الله د نوم شاملول وغندل .
دیمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر ضیف الله الشامي وویل د جرمني دغه ظالمانه فیصله د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د دیکتو په لړ کښې ده چې د مقاومت په غورځنګونو ګوزارونه کوي .