د المرصد له ورځپاڼې څخه په نقل، عبدالله المسند، د عربستان د القصیم پوهنتون ستورپوهنې استاد ټینګار وکړ: له هغه پېښو چې زیات نه ترسره کېږي یو دا ده چې په ۲۰۳۰ کال کښې به مسلمانان ۳۶ روژې ولري.
المسند په ټویټ کښې لیکلي: په ۲۰۳۰کال کښې د رمضان میاشته دوه ځل لرو، لومړۍ ځل به د ۱۴۵۱ هجري قمري کال رمضان وي چې د ۲۰۳۰ کال په پنځمې جنورۍ به پيل شي چې د دغه میاشته به ۳۰ روژې ولري.
هغه زیاته کړه: په هم دغه کال کښې، د رمضان یوه بله میاشته به هم ولرو چې د ۲۰۳۰ کال په دسمبر میاشته کښې به پيل کېږي او مسلمانان به له دغه میاشتې ۶ ورځي روژه هم په ۲۰۳۰کال کښې ولري او دوام به یې په ۲۰۳۱ کال کښې وي.
د عربستان د پوهنتون دې استاد د دې حالت د توضیح د سبب په اړه وویل: د دې سبب دا دی چې د هجري قمري کال له هجري لمریز کال څخه ۱۱ ورځې کم دی.
3896157