د افغانستان د لغمان د والي ویاند اسدا.... دولتزئ وایی بیګا وسله وال طالبان د مرکز مهترلام اړوند بدیع اباد سیمې ته ورغلي او غوښتل ئې د سیمی یو استوګن چې په جومات کې ئې د تراویح لمونځ ادا کاوۀ، له ځان سره بوزي، چې د نورو لمونځ کوونکو له مخالفت سره مخامخ شول او په پایله کې وسله والو طالبانوپر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې له امله ئې یوتن لمونځ کوونکی ووژل شو او یو بل ټپی شو.
د لغمان دوالي ویاند وویل ټپی د لاښې درملنې په موخه پلازمینی کابل ته لیږدول شوی دی .وسله والو طالبانو دخبر ترمخابیره کیدا پورې په دی اړه څه نه دي ویلي .
همداراز پرون په لغمان ولایت کې د سرک غاړې ماین په چاودنه کې هم څلورو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتی وه
داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د تش په نامه سولې موافقې وروسته تمه کیدله چې په جنګ ځپلي افغانستان کې به د وینو بهول پاي ته ورسیږي،خو له بده مرغه دغه بوږنونکي پيښې په تیره بیا د روژې په مبارکې میاشتې کې هم هماغه راز دوام لري.