د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې هیواد کې وروستۍ جګړې او د تاوتریخوالي دوام د جدي اندېښنې وړ په بللو سره څرګنده کړه چي د جګړې شدت او دوام د سولې پر وړاندې پردۍ دسیسه ده ځکه چي بهرنیان نه غواړي چې په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.
نوموړي په یوه اعلامیه کې په بلخ ولسوالۍ کې وروستی هوایي برید هم په کلکو ټکو غندلی دی. دده په خبره د ملکي وګړو وژل نه بخښل کېدونکی بشري جنایت دی او ښکېلو لورو ته په کار ده چې د خپلو خلکو د خوندیتوب او امنیت لپاره له جګړو لاس واخلي او د سولې لاره خپله کړي.