تهران (ایکنا) - د حضرت امام علي علیه السلام د ګوزار د خوړلو کلیزه لمانځلو په مناسبت د ماتم مراسم په کوفه جومات کښې د یو شمیر عزادارانو په شتون سره ترسره شول.

له سومریه نیوز څخه په نقل، د حضرت علي علیه السلام د ګوزار خوړلو د شپې مراسم، تیره شپه د کوفه په جومات کښې د یو شمیر عزادارانو په شتون سره ترسره شو.
د عراقي حکومت د غوښتنې په ځواب کې چې د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره لاریونونه بند کړ ، د جومات مدیریت لږ شمیر حاضرینو ته د مذهبي وینا د اوریدو او ګډون اجازت ورکړ.



