IQNA

اشرف غني وایی زه هزاره او شیعه یم

17:51 - May 14, 2020
د خبر لمبر: 3483150
تهران (ایکنا) - افغان ولسمشر دې ته په اشارې سره چی امنیتی عسکرو ته یې حکم ورکړی دې چی خپل پوځی حالت له دفاعی ، یرغلیز حالت ته بدل کړی ، زیاته کړه په روغتون حمله د اسلام د سپیڅلی دین د تعلیماتو په اپوټه او د یرغل ګرو نه بخښونکی جنایت ، وحشت ، ګناه او ګمراهۍ ښودنه کوی

د افغانستان ولسمشرپه کابل کې په روغتون د حملې په غبرګون کې وویل کله چی د افغان ملت په یوه برخه حمله کیږی نو هغه هم له هماغې برخې سره اړه لری او نن هم اشرف غنی هزاره او شیعه دې .

افغان ولسمشر له کابل روغتونه د کتنې په وخت وویل د افغانستان ملت یو واحد ملت دې او هیڅ افغانستانی له بل افغان بره ندې ، که ترهه ګرې ډلې فکر کوی چی افغان ملت له یوه بل جلا کولې شي  او یا د درز په رامینځته کولو سره مونږه د یوه بل په وړاندې راوستلې شی ، نو دا ارزو به ګور ته یوسي .

افغان ولسمشر دې ته په اشارې سره چی امنیتی عسکرو ته یې حکم ورکړی دې چی خپل پوځی حالت له دفاعی ، یرغلیز حالت ته بدل کړی ، زیاته کړه په روغتون حمله د اسلام د سپیڅلی دین د تعلیماتو په اپوټه او د یرغل ګرو نه بخښونکی جنایت ، وحشت ، ګناه او ګمراهۍ ښودنه کوی .

د کابل د میرمنو په روغتون د وسله والو یرغلګرو په حمله کې د میرمنو او نوزیږو په شمول ۲۴ کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شول .

د داعش ترهه ګرې ډلګۍ د دغې حملې پړه پرغاړه اخیستی ده .

تهران پښتو راډیو 

captcha