IQNA

د اشرف غني او عبدالله ترمینځ سیاسي تړون لاسلیک شو

19:46 - May 17, 2020
د خبر لمبر: 3483156
تهران(ایکنا) - په دې هوکړه کښې د یوې بلې شورا جوړیدو فیصله هم شوې چې په کښې به سیاسیون برخه ولري. او حکومت ته به مشورې ورکوي، د ویلو ده چې دا لومړی هوکړه ده چې په خپله د افغانانو لخوا او د افغان سیاسیونو په هلو ځلو ترسره کېږی.

د افغانستان په جمهوري ریاست کې د نن د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمینځ  سیاسي تړون لاسلیک شو.

اټکل کیدو چې په سترو مراسمو کښې دغه هوکړه ترسره شي، خو اوس ارګ وایي چې په دې کښې یواځې لس پنځلس کسان ناست وو، د دغې روغې اصلي ټکې د سولې د اصلی شورا لپاره د ډاکټر عبدالله نومول، په یو فرمان کښې د ملي جنبش مشر دوستم ته د مارشال  د مقام ورکول او په راتلونکې دولت کښې د ثبات او همپالنې ټیم ته د برخې ورکول شامل دي

په دې هوکړه کښې د یوې بلې شورا جوړیدو فیصله هم شوې چې په کښې به سیاسیون برخه ولري. او حکومت ته به مشورې ورکوي، د ویلو ده چې دا لومړی هوکړه ده چې په خپله د افغانانو لخوا او د افغان سیاسیونو په هلو ځلو ترسره کېږی.

captcha