تهران (ایکنا) - د حضرت زینب سلام الله علیها حرم چې د دمشق په خوا کښې په زینبیه سیمه کښې واقع دې د کورونا د ویروس له کبله دوه میاشتو لپاره بند و، چې نن بیا پرانیستل شو.

د العالم خبري آژانس څخه په نقل، د حرم له پرانیستو وروستو د عاشقان یو سلاب وو چې دغه سپیځلي ځای باندې ورمات شو.
د سوریې چارواکو له ۱۶/۰۳/۲۰۲۰ بیلابیل ځایونه سره د حضرت زینب سلام الله علیها د حرم د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره بند کړې و.


