پرون مازدیګر په چاودنه کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا او په پېژندل شوی دیني لارښوود، محمد ایاز نیازی ووژل شو.
په چاودنه کې یو شمېر ولسي خلک هم چې د لمانځه لپاره جومات ته ورغلي وو، وژل شوي او زخمیان شوي دي.
د ارګ خبرپاڼه چې نن، د جون په ۳مه، خپره شوه، وايي چې د شپږ کسیز څېړونکي پلاوي مشري د حج او اوقاف وزیر عبدالحکیم منیب کوي.
د افغانستان د علماو د سراسري شورا، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست استازي د پلاوي غړي دي.
د چاودنې مسئولیت لا کومې ډلې نهدی منلی.
د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال، امر الله صالح ویلي چې په داسې کارونوکې تر دې وړاندې تل وسلهوالو طالبانو لاس درلود.