IQNA

په امریکا کې د توکم پالنې په ضد مظاهرې د کنټروله څخه وتلي دي

23:56 - June 08, 2020
د خبر لمبر: 3483238
تهران (ایکنا) - د امریکایي رسنیو د نظر غوښتنو پر اساس د دې هیواد اکثره وګړو د ټرامپ له ادارې څخه ناراضه دي او د امریکا حالات ګړبړ بولي.

د ان بي سي نیوز او د وال اسټریت ژورنال ورستي نظر غوښتنې ښیي چي په امریکا کې له هرو لسو کسانو څخه ۸ کسه په دې باور دي چي د دې هیواد حالات له کنټروله وتي دي او اکثره ګډونوال د کرونا وایروس د خپراوی له بحران څخه هم اندېښمن دي.

د دې نظرغوښتنې اکثره ګډونوال د اقتصادي حالاتو د بیا ښه کېدو او په دې هیواد کې د یوالې د راوستلو لپاره د ټرامپ وړتیاو ته د شک په سترګه کتلي، دا نظر غوښتنه په دې هیواد کې د کرونا وایروس د خپراوی او د پولیسو له خوا د تورپوستی جورج فلوید د وژنې له امله د مظاهرو په وخت کې تر سره شوې ده.

په امریکا کې د میلیونونو کسانو د بې روزګاره کېدو سره سم د ټرامپ اداره ادعا وکړه  چي د مې په میاشته کې د ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره کاري فرصتونو په رامینځ ته کولو سره په دې هیواد کې یې د بې روزګارۍ کچه ۱۳ سلنه را کمه کړې ده.

د امریکا ولسمشر هم ادعا کړې چي په دې هیواد کې د توکم پالنې په وړاندې رواني مظاهرې کابو او راکمې  شوي دي، دا په داسی حال کې دی چي د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې په زور سره روانې دي.

تهران پښتو راډیو

captcha