د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د کابل ښار درېمې حوزې اړوند په شېرشاه سوري نومې جومات کې د نمانځه په مهال د ځاے پرځاے شویو چاودیدونکو توکو چاودنې له کبله د دغه جومات ملا امام مولوي عزیزالله مفلح په ګډون څلور تنه وژل شوي دي . د پېښې عیني شاهدان وایي چې چاودنې له لسو ډېرو کسان زخمي کړې دي.
د چاودنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي، دا په روانه میاشت کې دویمه چاودنه ده چې د ملاامام په ګډون پکښې عامه خلق وژل کېږي له دې وړاندې د وزیر محمد اکبرخان جومات کښې چاودنې د ملاایاز نیازي ژوند اخیستی ؤ.
په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې په جوماتونو ترهګره بریدونه زیات شوې چې ډیر جاني تاوانونه یې هم رامینځته کړې دي.
3904421