د افغان رسندویو له راپور سره سم په کابل کې د شېرشاه سوري د جامع جومات د ملاامام مولوي عزیزا... مفلح پر وژل کېدو ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګون ښودلی دی.
مولوي مفلح پرون د لمانځه په مهال د اېښودل شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې له ۳ تنو نورو سره ووژل شو.
تر دې کابولس ورځې وړاندې د وزیراکبرخان د جامع جومات امام مولانا ډاکتر محمدایاز نیازی په ورته ډول په جومات کې ووژل شو.
په افغانستان کې د دیني عالمانو د وژنو او یا په جوماتونو کې حملې له کلونو راهیسې دوام لري خو ځینې کسان وروستۍ دوې حملې د معتدلو دیني عالمانو پر ضد یوه منظمه هڅه ګڼي.
دا بریدونه د افغانانو ترڅنګ نړیوالو هم غندلي دي.
تهران راډیو په دې هکله درستو افغانانو ته تسلیت وړاندی کوي.