له طلوع څخه په نقل، د کابل ځینې اوسیدونکو او دیني عالمانو، امنیتي او اطلاعاتي ادارې د دیني ځایونو امنیت په ساتلو کښې او له بریدونو څخه مخنیوی کښې په ناکامۍ تورن کړ.
یو دیني عالم شاه محمد په کابل کښې تیره ورځ برید ته په اشارې سره وویل: زه اندیښنه لرم، له دوو شپو څخه مې خوب نه دی کړۍ. د دې برید باید څیړنه وشي.
مولوي نصرالدین یو بل ملا هم زیاته کړه: دا پیښه مونږ لپاره د قبلیدو وړ نه ده، حکومت باید په عمل کښې ثابته کړي او هغه کسان چې په دې چاودنه کښې لاس لري باید ونیولې شي.
د شیر شاه سورې په جومات کښې تیره ورځ هغه وخت چاودنه وشوه چې لمونځ کونکې د جمعې په لمونځ کښې مشغول و، په دې پیښه کښې، د دغه جومات له امام مولوي عزیزالله مفلح سره نور څلور کسان مړ شوې و.
لس ورځې مخکښې هم د کابل په وزیر اکبر خان جومات کښې چاودنه شوې وه، چې د دغه جومات امام ملا ایاز نیازي په کښې شهید شوی و. د هغې چاودنې مسؤولیت داعش په غاړه اخیستلۍ و.
د دې هیواد یو شمیر ښاریز وایي چې دا چاودنې هدفمندې وې او مینځ لارې عالمان په کښې هدف ګرځیدلې دي.