IQNA

په هند کې د حج د راجسټریشن فارمونو لغوه شول

10:16 - June 18, 2020
د خبر لمبر: 3483268
تهران (ایکنا) - د هند د حج کمیټۍ چې د کورونا او د سراسري قرنطینه له سببه، د حج لپاره د قرعه کشۍ مراسم ځنډولې و، سږ کال حج لغو او د راجسټریشن فارمونو یې رد کړل.

په هند کښې د ایران له کلتوري سازمان څخه په نقل، په هند کښې د کورونا ویروس د زیاې خپریدو او سراسري قرنطینه له کبله تراوسه د هند د حج کمیټۍ د دغې الهي فریضې د ادا کولو لپاره د قرکشۍ مراسم ځندولې و خو اوس سږ کال یې د ۱۲۵ زره حاجیانو د وحي په ځمکه د حج تمتع مناسک ترسره کولو لپاره سفر لغو کړ.
هم په دې اړه د حج کمیټۍ د حج د رجسټریشن ټول فارمونه لغو کړل او خبر یې ورکړ چې ټولو کسانو ته به د هغوي پیسي بیرته ورکړی شي.
تراوسه د عربستان د حج ادارې د سږ کال د حج مراسم لغو کولو په اړه بیانیه نه ده خپره کړي او په حقیقت کښې د هند حکومت هم د نړیوال هوایي مسافرت په برخه کښې د محدودیتونو اعلان او د سراسري قرنطینه له کبله حج ته د تلونکو سفر لغو کړی دی.
د حج د کمیټۍ اجرایي مرستیال، مقصود احمد خان په دې اړه وویل: تراوسه هیڅ خبر د عربستان د حج د سازمان لخوا نه دی صادر شوی، هیله وه، چې د عربستان د حج اداره به اقدامات ترسره کړي، خو د کورونا د ویروس د خپریدو له کبله هیڅ اقدام ترسره نشو، نو هم له دې کبله د سږ کال حج لغو شو.
3905260

captcha