IQNA

ملګري ملتونه او د امریکا اوعربستان د زر او زور غلامي

23:19 - June 19, 2020
د خبر لمبر: 3483271
تهران (ایکنا) - د یمن په جنګ کې د ملګروملتو دوه ګونی کړچار او دعربستان په آرامکو تیلی تاسیساتو دحملې موضوع ښئ،د نړیوال امنیت او سولې د تضمینونکي په توګه دغه نړیوال ا ورګان ، له خپلې اصلي دندې اورسالته لیرې شوی دی .
په ۲۰۱۹کال کې په آرامکو تیلی تاسیساتو په حملې کې د کارول شوو وسلو د ایرانۍ سرچینې ادعا او په یوه وخت د ملګروملتو د ماشومانو دحقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه د سعودي ائيتلاف دنامې ویستل ،ددغې موسیسې له رسالت سره سمون نه خوري اوښئ ، ملګري ملتونه د عربستان او امریکا دسیاسی دباؤنو اسیر شوي دي . د عربستان او امریکا په زر او زور سره د ملګروملتو اغیزمنیدا، دغه نړیوال اورګان دې اړ کړی ، سیاسی کړچار غوره کړي .په همدې چوکاټ کې ، د ملګروملتو سکرټریټ ،د سعودي عربستان په آرامکو تیلی تاسیساتو په حملې کې د کارول شوو وسلو د ایرانۍ سرچینې په باب د ایران په ضد دبې اساسه تورونو له مطرح کیدا څو ورځې وروسته ، په یمن کې د سعودي ائيتلاف د هرې ورځې په اقداماتو سترګې پټوي . د ماشومانو دحقوقو دخلاف ورزي کونکو له لیسټه د سعودي ائيتلاف د نامې په ویستلو کې د ملګروملتو دسرمنشي آنتو نیو ګوتریش د دوشنبې ورځې اقدام، په داسې شرائطو کې غوره کیږي ، چې دغه موسیسې د سعودي ائيتلاف په وسیله دیمن د ماشومانو پر وژلې اعتراف کړی دی . ملګروملتو د ۲۰۱۷کال په اکتوبر میاشت کې په یمن کې د کابو اوه سوه ماشومانو د مرګ ژوبلو او د لسګونو ښونځیو اوروغتونونو باندې د یرغلونوپه سبب دسعودي ائيتلاف نامه په تورلیسټ کې شامله کړه،خو اوس ئې یو ځل بیا د سعودي عربستان په ګواښ سره،له دغه لیسټه ددغه ائيتلاف نامه ویستلې ده . په همډې زمینې کې د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي د چارشنبې په ورځې په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي،سعودي عربستان په پیسو او امریکا هم په بدماشیو سره په نړیوالو قوانینو او اصولو ملنډې او مسخرې وهلي دي .له ۲۰۱۵کال څخه د یمن د جنګ دوام ، دیمن والو په تیره بیا د ماشومانو او ښځو د هرې ورخې قتل عام ، دیمن دحیاتي بیخ بینائيو یا هماغه روغتیائي او درملیزو مرکزونو اوروغتونونو په کنډوالو بدلول او له ټولو لاه مهمه ، د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه بې وځله هیواد بشپړ کلابندۍ دوام، د ملګروملتو پشمول د نړیوالو اورګانونو په منفعلانه سیاست سره معنادار شک رامینځةکونکی ارتباط لري . په همدې چوکاټ کې ، دیمن دملی نجات حکومت ویندوي ضیف ا.. الشامي د تیرې سه شنبې په ورځې وئيلي دي په یمن کې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه دسعودي ائيتلاف د نامې د حذفولو لپاره د ملګروملتو فیصله،د نړیوالو اورګانونو او د هغوي د اصولو اعتبار تر پوښتنې لاندې ورولي .. د یمن د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له تور لیسټه د سعودي ائتلاف د نامې ویستل ، د ماشومانو پشمول د یمن د بې څوکه خلو د هرې ورځې وژلو او په هستوګنو سیمو د حملو د دوام لپاره دغه ائيتلاف ته دشنې اشارې د ښودلو په معنا دي . د ملګرومتلو همدغه دوه ګوڼه معیار او کړچار کافی دی،څو دنړۍ د عمومي افکارو لپاره مشخصه شي،ولې د یمن جنګ له پنځو کلونو وروسته بیا هم د وام لري ؟ ددغه نړیوال اورګان د سیاسی کړچار په سیوري کې د یمن د جنګ د پاي لپاره د یوه روښانه افق هیڅ تصوّر نه شو کولی او په دغه شان شرائطو کې ملګري ملتونه دیمن دماشومانو د حقوقودخلاف ورزیو او په یمن کې د سعودي ائتلاف د نورو اقداماتو په وړاندې ملګري ملتونه مسئول دي .
captcha