IQNA

امنیت شورا ته د ایران ضد مسوده وړاندې شوه

22:28 - June 23, 2020
د خبر لمبر: 3483295
تهران (ایکنا) - امریکا د ایران پرضد د خپلو غلیمانه دریځونو په چوکاټ کښې د ایران پرضد د وسله والو بایکاټونو د تمدید لپاره د پریکړه لیک مسوده د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه .

د هغه پریکړه لیک د مسودې پراساس چې امریکا پرون یو ځل بیا د ملګروملتونو د امنیت شورا له نورو غړیو سره شریکه کړي ده تر نامعلومې مودې د ایران پرضد وسله وال بایکاټ تمدیدیږي .
دې ته په پام سره چې د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) کال د اټومي تړون د مادو پراساس په ایران باندې د وسلو د خرڅولو بندیز په روان میلادي کښې پاې ته رسیږي د امریکا مسوده له هیوادونو څخه غواړي په ایران اسلامي جمهوریت باندې د وسلو د خرڅولو ، تامینولو او انتقالولو مخه ونیسي په داسې بڼه کښې چې امنیت شورا هغه کابو دیرش (۳۰) ورځې مخکې په موردي توګه تائید کړی وي .
د امریکا د پرون ورځې وړاندیز په داسې حال کښې مطرح شوی چې روسیې او چین چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ویټو دوه (۲) حق لرونکي غړي دي له مخکې څخه ویلي دي چې له اټومي تړون څخه د امریکا په یواړخیزه ډول د وتلو په دلیل به په ایران باندې د وسلو د بایکاټ له تمدیدا سره موافقت ونکړي .
دا په داسې حال کښې دي چې امریکا ګواښ کړی دی که چیرې دغه پریکړه لیک تصویب نشي د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي موافقې پراساس به د بایکاټونو په چټک ډول د بیرته ستنیدا ماده فعاله شي چې د تهران پرضد د ملګروملتونو د ټولو بندیزونو د بیرته لګیدا سبب کیږي .
د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف له تهران سره د واشنګټن د وروستیو تاوتریخوالو زیاتیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ امریکا د ایران د بدنامولو لپاره له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او ملګروملتونو څخه د ناوړه استفادې حق نلري .
تهران راډیو

captcha