دغه موسسې وویل د امریکا پولیس د تورپوستو ښاریزو د وژلو په شمول د حکومتي عسکرو په سیسټاماټیک تاوتریخوالي او توکمپالنې باندې د اعتراض لپاره له سوله ییزو غونډو سره د مقابلې په وخت په پراخه سویه د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کوي .
د امریکا بیلابیل ښارونه په تیره بیا د مینه سوټا ایالت مینیاپولیس ښار له تیرې یوې (۱) میاشتې راهسې د پولیسو په توکمپال کړچار باندې د اعتراض لرونکو خلکو د مظاهرو ستر ډګرونه دي .
په امریکا کښې له خلکو په تیره بیا تورپوستو ښاریزو سره ډیر ناوړه چلند کیږي او په اکثرو موردونو کښې شکنجه کیږي او وژل کیږي .